پکتیا کې بزګرو مېرمنو لپاره ۱۵۰ وړې شنې خونې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۶:۲۷
پکتیا کې بزګرو مېرمنو لپاره ۱۵۰ وړې شنې خونې جوړیږي

۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د پکتیا په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرو مېرمنو د شنوخونو جوړولو په پار د شنوخونو جوړولو د اړوندو توکو د وېش لړۍ د پکتیا له مرکز ګردیز څخه پیل شو. د یادو شنوخونو د جوړولو توکي، ددغو کورنیو نارینه و ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، چې دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د پکتیا د مرکز په ګډون ددې ولایت د زرمت، احمدآباد، سیدکرم، میرزکه، لجه منګل او ځاځی اریوب ولسوالیو کې ۱۵۰ مېرمنو ته جوړیږي.
د یادو شنوخونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.
له څو کلونو را په دې خوا په پکتیا ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې د ه، چې ښې پایلې لري.
له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې پر مېرمنو سلګونه وړې شنې خونې وېشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت