هېوادوال دې د کانګو تبې پر وړاندې ځانونه خوندي کړي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۳:۵۵
شهروندان از خودشان در برابر تب کانگو محافظت کنند
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې دا اړتیا محسوسوي، چې د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار د کانګو تبې په هکله لازم مالومات وړاندې کړي.
د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي. ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده. ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي. دغه ناروغي له اخته حیوان څخه انسان ته او له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدي.
د کانګو له ویروسي خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په موخه لازم ټکي ته پاملرنه وکړئ.
۱- دڅارویو د ساتلو ځایونه باید د ډاکټر د مشورې سره سم دواپاشي شي ترڅو کنې له منځه ولاړې شي.
۲- د څارویو د حلالې پر وخت له دستکشو او سپینې چپنې، چې د اوږدو لستوڼو لرونکي وي ګټه واخیستل شي ترڅو کنه پرې معلومه شي.
د څارویو د حلالې یا د پوستکي د ایستلو پر وخت باید د حلالې چاړه په خوله کې ونه نېول شي او یا هم د وجود په زخم ونه وهل شي.
۳- د څارویو د حلالې یا د پوستکي د ایستلو پر وخت باید د حلالې چاړه په خوله کې ونه نېول شي او یا هم د وجود په زخم ونه وهل شي.
۴- روغتیایي کارکوونکي، د ناروغ خپلوان او یا هغه کسان، چې د ناروغ کس سره سرو کار لري باید له محافظتي کالیو، لکه خولی، ماسک، پیش بند، د ستکش او موزې څخه کار واخلي.
۵- که چېرې مو لاسونه زخمي وي نو د څارویو له حلالولو او یا ټوټه کولو څخه ځان وژغورئ.
۶- هیڅکله د څارویو کنې په لوڅو لاسونو مه وژنئ.
۷-د څارویو سره د تماس او یا د څارویو د ساتلو د ځای تر پاکولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ووینځئ.
۸-د حلالې څه وروسته ټول ضایعات، په خوندي ځایونو کې ښخ کړئ ترڅو د ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنوی وشي.
۹- تازه غوښه د ۲۴ ساعتونو لپاره مه استعمالوئ. ښه خبره داده، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې غوښه په یخچال کې وساتل شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت