هلمند کې ۷۳۴ شنې خونې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۴۴
هلمند کې ۷۳۴ شنې خونې جوړیږي


۲۸ لړم ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ژمي په موسم کې د سبو دکرکېلي او تولید په پار پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو د جوړولو اړونده توکي، د سبو تخمونه او د کمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الګو وایي، چې په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د ۷۳۴ شنوخونو د جوړولو په پار پر بزګرانو پلاستیکي تونلونه او د نورو اړینو توکو د وېش لړۍ له مرکز لښکرګاه څخه د هلمند والي عبدالنبي الهام په شتون کې پیل شو.
ددې پروسې له لارې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره د سبو تخمونه، کیمیاوې سرې، پلاستیکونه او نور اړین توکي شامل دي.
دهلمند والي عبدالنبي الهام ددې پروسې د پیل په اړه خوښي وښوده او وویل، چې د هلمند ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره د ژمي په موسم کې ددې توکو وېش او یاده برنامه پلي کېدل مهم او بنسټیزې چارې دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت برخمن شوي بزګران باید له دغو مرستو اعظمي ګټه پورته کړي او دکرنې مسلکي کارکوونکي دي، له دوی سره مرسته او وخت ناوخت یې څارنه او ارزونه وکړي تر څو بزګر د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددغو شنوخونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت