هلمند کې د خرماوو ونو د القاح لړۍ پیل شوی دی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۴:۳۴
هلمند کې د خرماوو ونو د القاح لړۍ پیل شوی دی

۲۶ کب ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د خرماوو ونو د القاح کولو لړۍ پیل شوې ده، چې په یاده پروسه کې ټولې هغه ونې، چې د عامو خلکو په کورونو، عام المنفعه ځایونو او ځمکو کې شتون لري القاح کېږي.
تر دې وړاندې هم د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست له خوا د خرماوو ونې په فني او مسلکي توګه القاح، ښاخبري او اصلاح شوي دي، چې حاصلات یې ور سره ډېر شول.
ددې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرماوو ونو بڼونه یې لرل د خرماوو ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي د خرماوو هغه ونې چې، په تېرو کلونو کې عملاً القاح شوي دي حاصلات یې ښه شوي دي.
 د دوی په خبره تر دې مخکې د خرماوو دغه ونو حاصلات نه ورکول، او وروسته تر دې چې، دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو نو ورسره د خرماوو ونو حاصلات هم ښه شول.
 د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند په ولایت کې شته د خرماوو ونو د القاح کولو په موخه مې یوه فني ټیم ته دنده سپارلې ده ترڅو ټولې هغه ونې، چې د عامو خلکو په کورونو، پارکونو او یا هم کروندو کې شتون لري القاح کړي.»
د ښاغلي الکو په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې سږکال د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه نوي سوداګریز بڼونه او کلیکسیون هم جوړ شوي دي.
 دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړ شوي دي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې ۱۴۰۰ کال کې د امکاناتو په موجودیت سره د خرماوو نوي سوداګریزه بڼونه هم جوړ کړي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خرماوو ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خرماوو ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خرماوو بڼونه هم جوړ شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماوو پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت