هلمند ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۴۴
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د ځمکو د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه هلمند ولایت کې هم د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې.

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د ځمکو د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه هلمند ولایت کې هم د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا په لاره اچول شوی په داسې حال کې چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک رییس انجینر احسان الله الهام او د دغه ولايت د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د هلمند ولایت مسؤلينو په یاد ولايت کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.
د يادونې ده چې د کندهار او هلمند ولايتونو د ځمکو د تثبیت چارې چې ټول ټال دوه ويشت زره جريبه کېږي د اراضۍ  لوی ریاست د ځمکو بانک رییس انجنير احسان الله الهام تر مشرۍ لاندې په بشپړه توګه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت