نیمروز کې د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو چارې بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۰:۰
نیمروز کې د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو چارې بشپړې شوې

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پیازو یاد زېرمتونونه د دې ولایت په چهاربرجک، خاشرود او چخانسور ولسوالیو او دغه راز د نیمروز مرکز زرنج کې د پنځه میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت