ننګرهار کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۶
ننګرهار کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو عملي چارې پیل شوې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار اخندزاده، وویل چې د کرنې وزارت په همکارۍ د ځنګلونو د بیا رغونې او پراختیا په موخه، د حصارک، شیرزاد، خوګیاڼي، هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو کې د ولسونو د غوښتنې پر بنسټ، د لس زره اصله چهارمغزو بوټو کېنول پیل شوي، چې دا بهیر به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د چهارمغزو د ونو د کېنولو اساسي موخې د ځنګلونو بیا رغونه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مثبت اغېز، د نشه‌یي توکو د کر مخنیوی او ولسونو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروژې نه یوازې د چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو د معیشت ښه‌والي او دوامدارې پراختیا ته هم زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت