ننګرهار کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د افغان ـ ازبېک دوستۍ بڼ جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۱
ننګرهار کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د افغان ـ ازبېک دوستۍ بڼ جوړېږي

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ او د ازبېکستان د کرنې وزارت د مرستیال ابدذکروف جمشید په ګډون پلاوي ننګرهار ولایت ته د افغان ـ ازبېک دوستۍ بڼ د جوړولو په موخه سفر کړی، چې په ترڅ کې یې د یاد بڼ لپاره مناسبه ځمکه هم ټاکل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د راغلي پلاوي او ازبېکستاني متخصصینو ته د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ځمکې وښودلې، چې په پایله کې د ازبېکستاني متخصصینو له لوري د ګمبېري سیمه د یاد بڼ د جوړولو لپاره مناسبه وبلل شوه.
نوموړي د کرنې ریاست تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه، څو د ټاکل شوې ځمکې تخنیکي مشخصات راټول کړي، کروکي چمتو کړي او له پلاوي سره یې شریک کړي، تر څو د پروژې عملي چارې په معیاري ډول پر مخ ولاړې شي.
ټاکل شوې ده چې د افغان ـ ازبېک دوستۍ په نوم پر ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د سخت زړو مېوو لکه زردالو، شفتالو او الوچو بېلابېل اصلاح شوي ډولونه وکرل شي، چې دا به د بڼوالۍ سکتور د پرمختګ او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل وګرځي.
همدارنګه د کرنې وزارت متخصصین به د بڼوالۍ د لا پیاوړتیا لپاره د خاورې تجزیه او لابراتواري ټېسټونه ترسره کړي، څو د بوټو د ودې لپاره مناسب شرایط برابر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر څو ورځې وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، چې د کرنې وزارت له خوا یې تود هرکلی وشو. د دغه سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا وه.
د یاد سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت له چارواکو سره په لیدنو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر ژمنتیا ټینګار وشو او د ګډو پروژو د پلي کېدو لپاره هوکړې هم وشوې، چې د افغان ـ ازبېک دوستۍ بڼ جوړول یې یو مهم عملي ګام بلل کېږي.


ایجاد باغ دوستی افغان ـ اوزبیک در ۲۰۰ جریب زمین در ننگرهار
۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت مشترک به رهبری مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور ابدذکروف جمشید معین وزارت زراعت اوزبیکستان، به هدف ایجاد باغ دوستی افغان ـ اوزبیک به ولایت ننگرهار سفر کرده است که در جریان آن، زمین مناسب برای این باغ نیز تعیین گردیده است.
بر اساس معلومات، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، به هیئت یادشده و متخصصین اوزبیکستانی در مناطق مختلف این ولایت زمین‌ها را نشان داد که در نتیجه، ساحه گمبیری از سوی متخصصین اوزبیکستانی برای ایجاد این باغ مناسب تشخیص داده شد.
وی به تیم تخنیکی ریاست زراعت هدایت داد تا مشخصات تخنیکی زمین تعیین‌شده را جمع‌آوری کرده، کروکی آن را تهیه و با هیئت شریک سازند تا روند عملی پروژه به‌گونه معیاری پیش برده شود.
قرار است در باغ دوستی افغان ـ اوزبیک در ۲۰۰ جریب زمین، انواع اصلاح‌شده میوه‌های هسته‌دار مانند زردآلو، شفتالو و آلوچه کشت گردد که این اقدام در رشد سکتور باغداری و افزایش تولیدات زراعتی نقش مهمی خواهد داشت.
همچنان، متخصصین وزارت زراعت برای تقویت بیشتر باغداری، آزمایش‌های لابراتواری و تجزیه خاک را انجام خواهند داد تا شرایط مناسب برای رشد نباتات فراهم گردد.
این در حالی است که معین وزارت زراعت اوزبیکستان چند روز پیش در یک سفر رسمی به افغانستان آمده بود که از سوی وزارت زراعت مورد استقبال قرار گرفت. هدف این سفر، تقویت و گسترش همکاری‌های دوجانبه در بخش‌های زراعت و مالداری عنوان شده است.
در جریان این سفر، در دیدار با مقامات وزارت زراعت افغانستان، بر توسعه همکاری‌ها در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری تأکید شده و توافقاتی نیز برای تطبیق پروژه‌های مشترک به‌دست آمده است که ایجاد باغ دوستی افغان ـ اوزبیک یکی از گام‌های مهم عملی آن به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت