ننګرهار کې سږکال د مېوو ۱۸۶۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۵
ننګرهار کې سږکال د مېوو ۱۸۶۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

۱۷مرغومې ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال یې په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار بڼوالو ته ګڼ شمیر نوي بڼونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او نورو همکارو پروژو په همکارۍ یې ننګرهار کې سږکال د مېوو ۱۸۶۲ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي، چې په دغو بڼونو کې د نورو بڼونو ترڅنګ د سټروسو بڼونه هم شامل دي.
د دغو جوړ شویو بڼونو تر څنګ بڼوالو ته روزنیزو پروګرامونه په لاره اچول شوي دي، د بڼوالۍ اړوند توکي او کیمیاوي سرې هم پر بڼوالو وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په یاد ولایت کې په مسلکي ډول د مېوو بڼونه جوړ او بڼوالو ته د عملي او نظري زده کړو زمینې په برابرولو سره وکولی شي یاد ولایت د مېوو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت