ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادې او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۳:۳۱
ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادې او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۷ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا په ننګرهار ولایت کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد بڼونه چې په کې د انارو، شفتالو، املوک، چهارمغز، لیمو او مالټې بڼونه شامل دي د ننګرهار ولایت د کوټ، رودات، چپرهار، خوګیاڼي، شېرزاد او اچین په ولسوالیو کې، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD)  په همکارۍ جوړېږي.
دغه راز د کرنې وزارت یاده پروژه په پام کې لري، چې دمني موسم د نیالګیو اېښود په کمپین کې هم په ننګرهار کې ۷۵۰ جریبه نورعادي او متراکم بڼونه جوړ کړي.
په ننکرهار کې د يادو بڼونو جوړول د بڼوالۍ د ودې او پراختيا ترڅنک د سیمې د سمسورتیا او د هوا د پاکوالي په برخه کې مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت