لغمان کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په پار هڅې
۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په پار هلې ځلې کوي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لغمان دکرنې ریاست د علیشنګ ولسوالی پورې اړوند د شمکټ حوزې د کوډکي، تره خېل او امرخېل کليو خلکو سره د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې، تخريب او قطع د مخنيوي په اړه ناسته وکړه او ترې ليکلی تضمين واخستل شو، چې ځنګلونه او څړځايونه به ساتي او نه به تخريبوي او قطع کوي.
همدارنګه د دوردورې کلي اوسيدونکو او د غازي اباد ، پړهين، جمشيد اباد کلیو قومي مشرانو او علماءکرامو سره هم ناسته وکړه او د ځنګلونو ساتنې او د قطعې مخنيوي په اړه ورته سپارښتنه وشوه.