فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
سفر هیئت اوزبیکستان به فاریاب و بازدید از باغ مشترک افغان–اوزبیک

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې د افغان–ازبېک ګډ بڼ د جوړولو د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سلاکارانو هم د یاد پلاوی ملتیا کاوه او د کار د پرمختګ او د سیمې د وضعیت په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.
پلاوي د سیمې له کتنې او د اوسني وضعیت له ارزونې وروسته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژې عملي کارونه او په یاد بڼ کې د نیالګیو کېنول دې په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې دا بڼ د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ ولسوالی کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، چې موخه یې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا او د بڼوالۍ پراختیا بلل شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت