غزني کې د یوشمېر بزګرانو او خصوصي سکټور ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۲:۳۳
غزني کې د یوشمېر بزګرانو او خصوصي سکټور ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول


۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د « RADP-E » پروژې په همکارۍ ددې ولایت د زردالو تولیدوونکو، د چرګانو روزونکو، د کرنیزو او حیواني چوپړونو وړاندې کوونکو شرکتونو ترمنځ د پېر-پلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه ددې ولایت له دووشرکتونو سره د محصولاتو د بازار موندنې په موخه د چرګانو روزنکو او د زردالو توليدونکو ترمنځ لاسلیک شوي دي. ددې هوکړه لیکونو ټولیز ارزښت پنځه میلیونه افغانۍ ده.
د غزني دکرنې ریاست وایي، چې دددې هوکړه لیکونو موخه له مارکېټ سره د بزګرانو نښلول، بزګرانو ته لوړ ارزښت لرونکي توکي ورپېژندل او د بزګرانو محصولاتو لپاره بازارموندل دي.
ددې هوکړه لیکونو پربنسټ به ياد شرکتونه خپل محصولات د بازار له نرخ څخه په لس سلنه ټیټه بیه پرکروندګرو پلوري او دکروندګرومحصولاتو ته به د ترانسپورت آسانتیاوې برابروی، اصلاح شوی تخمونه به چمتو کوي، د وړتیا لوړونې په پار به بزګرانو ته عملي او نظري روزنیزې برنامې په لاره اچوي او د امکان په صورت کې به بزګرانو ته کوچینې پورنه هم ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت