غزني کې د پخوانیو معتادینو کورنیو ته د سبو د تخمونو وېش ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۴
غزني کې د پخوانیو معتادینو کورنیو ته د سبو د تخمونو وېش ترسره شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د مخدره موادو پر پخوانیو معتادینو د اغېزمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د اکشن اېډ مؤسسې په مالي ملاتړ او د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د سبو د تخمونو ویش عملي شو.
یاد توزیع د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره ترسره شوی، چې غړي یې پخوا پر نشه‌يي توکو اخته وو او اوس یې د رغېدو بهیر بشپړ کړی دی. د کورنیو باغچو د جوړولو په موخه، د سبو بېلابېل تخمونه د اکشن اېډ مؤسسې له لوري د کرنې ریاست په همکارۍ ورته ووېشل شول.
ددې پروګرام په ترڅ کې د غزني ولایت په مرکز کې ۵۲ کورنۍ او د جاغوري په ولسوالی کې ‍۱۶ کورنۍ د مختلفو سبزیجاتو تخمونه ترلاسه کړل. همدارنګه هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو سپینه سره او ۱۲ کیلو توره سره هم ورکړل شوه.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې د دې پروګرام موخه دا ده چې ګټه‌اخیستونکې کورنۍ اقتصادي ځواکمنې شي، سالمه تغذیه ترلاسه کړي او ورو ورو د خپلواکې عایداتي سرچینې لرلو توان پیدا کړي.


توزیع تخم سبزیجات به خانواده‌های معتادین پیشین در ولایت غزنی
۲۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به منظور تقویت اقتصادی خانواده‌های تحت تأثیر اعتیاد اعضای پیشین، موسسه اکشن اید با حمایت مالی و زیر نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی، برنامه توزیع تخم سبزیجات را عملی کرد.
این توزیع برای حمایت از خانواده‌هایی انجام شد که اعضای آن‌ها پیشتر به مواد مخدر معتاد بوده و اکنون مراحل بهبودی را پشت سر گذاشته‌اند. به منظور ایجاد باغچه‌های خانوادگی، تخم‌های مختلف سبزیجات توسط موسسه اکشن اید با همکاری ریاست زراعت میان آن‌ها توزیع شد.
در جریان این برنامه، ۵۲ خانواده در مرکز ولایت غزنی و ۱۶ خانواده در ولسوالی جاغوری تخم‌های مختلف سبزیجات دریافت کردند. علاوه بر آن، به هر خانواده ۲۵ کیلوگرم کود سفید و ۱۲ کیلوگرم کود سیاه نیز اختصاص یافت. مسئولان ریاست زراعت غزنی گفتند که هدف این برنامه توانمند ساختن اقتصادی خانواده‌ها، فراهم کردن تغذیه سالم و ایجاد منابع درآمدی مستقل برای آنان است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت