غزني کې د نيالګيو اېښودو کمپين په پار نږدې يو ميليون نيالګي چمتو شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۸:۱۶
غزني کې د نيالګيو اېښودو کمپين په پار نږدې يو ميليون نيالګي چمتو شوي دي

۲۱ کب ۱۳۹۹
 د ولسمشر د حکم پراساس د کب شلمه په هېواد کې د نيالګيو اېښودو ملي ورځ نومول شوی دی، چې په همدې موخه په مرکز او ولايتونو کې دکب شلمه د نيالګيو په اېښودو او د نيالګيو اېښودو د کمپين په پيل سره نمانځل کېږې. په همدې موخه د غزني په ولایت کې هم  د نیالګيو اېښودو کمپين پیل او په یوه پراخه راټولیدنه کې د غزني ولایت د اسلامي ثقافت په مرکز کې ۴۰۰ نیالګي کېنول شول.
 په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غزني ولایت والي، د ولایتي شورا رييس او غړو، يوشمېر سيمه ييزو چارواکو،  قومي مشرانو، ځوانانو، زده کوونکو او ښځو ګډون کړي ؤ.
د غزني ولایت والي برید جنرال سید عمر نورستاني د نیالګیو  اېښودو په پیل کې په ولسونو غږ وکړ چې د هېواد په ښېرازۍ، سمسورتیا او زرغونتیا کې برخه واخلي. هغه وويل يو نیالګی د ځان او یو د هېواد د سمسورتیا لپاره کېنوئ، ويې پالۍ، ويې ساتۍ ځکه د نیالګيو کېنول  صدقه يې جاریه ده.
د غزني والي له مدنې ټولنو او ټولو غزني مېشتو وغوښتل، چې په دغه ملي کمپین کې ګډون وکړي او سوداګریزو چارو له مالکانو غوښتنه وکړه،  چې د نیالګیو اېښودو برنامې د تمویل په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
ورپسې د ولایتي شورا ريیس نصیر احمد فقیري، د غزني ولایت ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار، د کرنې ريیس عبدالولي کوچي او د چاپېریال ساتنې ريیس د نیالګیو کېنول دټولو ګډ مسوولیت یاد کړل، د هوا ککړتیا څخه د مخنيوي،  ځان بسیاینې او اقتصاد پیاوړتیا کې د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو کېنول اغېزناک و ګنل.
دغزني د کرنې ريیس عبدالولي کوچي وويل، چې سږ کال په غزني ولایت کې نږدې يو ميليون  تصدیق شوي نیالګي شتون لري،  چې د کرنې ریاست له خوا په زیات تخفیف سره بزرګرانو،  بڼوالو او خلکو ته ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګوړو تولیدي فابریکو او د مالدارۍ فارم او چرګانو مارکېټ څخه لیدنه وکړه


۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، دخپلو لیدنو او ارزونو په دوام، په مرکز لښکرګاه ښار کې د لبنیاتو د پروسس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ګذرګاه لبنیاتو فابریکې څخه لیدنه وکړه


۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ګذرګاه د لبنیاتو فابریکې د فعالیتونو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ نورستان کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو


۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په. . .

بازگشت