زابل کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۷

د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت  په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د زابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۲ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.
دوی زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 همدارنګه له وېش څخه وړاندې ګټه اخیستونکو بزګرانو ته د یادو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

بازگشت