د ۳۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۶:۱۵
د ۳۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور شول

۲۷ کب ۱۳۹۹
د کرنیزو پورونو د منظورۍ د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو مالوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ٣۰٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړل.
دکرنې په وزارت کې، د کرنې د پراختیا صندوق د پورونو منظورۍ د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال او د پورونو د منظورۍ د کمېټې مشر شېرشاه امیري به مشرۍ، د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور شپږ غوښتنې وړاندې کړې او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.
په ټوله کې شپږ بېلابېل پورونه ومنل شول، چې لمړی پور یوې سوداګريزې کمپنۍ لپاره دی، ترڅو له بېلابېلو بزګرانو څخه ممیز وپېري او بهرني هېوادونو ته یې ولېږدوي. دويم او درېیم پور د بامیانو ولایت ۵۶ کوپراټیفونو ته ومنل شو، ترڅو له بازار څخه توره او سپينه سره او د کچالو تخم وپېري او په څه باندې یو زر او ۲۰۰ بزګرانو باندې ووېشي تر څو هغوی خپل کرنيزو چارو ته وده ورکړي. څلورم او پنځم پور د کارتن جوړونې دوو فابریکو ته ورکول کېږي، چې بېلابېل اومه توکي به پرې وپېري، ترڅو د کرنیزو توکو لپاره کارتنونه توليد کړي. شپږم پور د ترېشرو جوړونې يوې کارځي ته ورکول کيږي، تر څو اومه توکي وپېري او د غنمو ترېشر تولید کړي.
د کرنې د پراختیا صندوق، چې ددې پور ورکوونکی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دی هېر کړئ او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تردې دمه ۱۲.۶ میلیارډه افغانۍ پور منظور او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۱۰ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتیاوو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳زره او۷۸۲بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت