د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۲
د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې د سیبارډ پروګرام له لارې، د ژړۍ ولسوالی په مهاجرینو سیمه کې د "ګورۍ" په نوم د اوبو رسولو کانال جوړولو چارې پیل شوي، چې تر دې دمه ۴۰ سلنه یې بشپړې شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، دغه کانال ۳.۵ کیلومتره اوږدوالی، ۷۵ سانتي‌متره لوړوالی او ۱.۳۰ متره پراخوالی لري. د هغه په وینا، پاتې چارې به د راتلونکو ۲ میاشتو په موده کې په اساسي او پایداره ډول بشپړې شي. نوموړی زیاتوي چې د کانال د جوړېدو ترڅنګ ۲۰ کسانو ته په فني او ۸۰ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې، د ژړۍ ولسوالی سیمه ییز اوسېدونکي د کرنې ریاست او ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې څخه خوښ دي او هیله څرګندوي، چې د دې کانال له جوړېدو سره به د اوبو رسولو ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې میاشت وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ، د سپین بولدک ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو نورو اوبو رسولو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت