د کندهار د انګورو سږنۍ حاصلات نږدې ۳۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۲:۳۷
د کندهار د انګورو سږنۍ حاصلات نږدې ۳۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي
۱ وږی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د تېرکال په پرتله ددې ولایت د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د کندهار دکرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د ۱۷ ولسوالیو پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټار ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال څه باندې ۲۹۰ زره ټنه انګور راټول او بازار ته به وړاندې شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له یادو بڼونو څخه ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور په لاس راغلي و.
سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د انګورو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو عامه پوهاوی، روزنیزې برنامې او د بزګرانو او ځمکوالو سره د کرنې ریاست مرستې او همکارۍ دي.
سپین بولدک، دامان، معروف، شاولیکوټ، ژېړۍ، پنجوایي، ډنډ او ارغستان د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې د کندهار د نورو سیمو په پرتله په کې د انګورو ډېر شمېر بڼونه جوړ شوي دي.
په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.
له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې.
د کندهار ولایت د انګورو بڼوال عبدالحق وايي، کلونه کیږي، چې د انګورو بڼ لري او له دې لارې ښه عواید هم په لاس راوړي او د خپل کور او ژوند لګښتونه پرې پوره کوي. عبدالحق وایي «له خپلې بڼوالۍ سره خوښ یم، له بڼوالۍ سره مې په ژوند کې لوی بدلون راغی، د کرنې وزارت له موږ سره په هره برخه کې مرستې او همکارۍ کوي چې ترې مننه کوو، خو انګورو لپاره د مارکېت نه شتون زموږ لویه ستونزه ده، که حکومت زموږ د انګورو حاصلاتو لپاره بازارموندنه وکړي زموږ د عوایدو کچه به څو چنده زیاته شي.»
انګور او انار د کندهار له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي. د کرنې وزارت ددې ولایت د انګورو بڼوالو د حاصلاتو د خوندي کولو او د دوی د ملاتړ په پار روان کال د ۹۱۱ ممیزخونو د جوړولو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې کندهار هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.
کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
د کندهار انګور د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو او ان سعودي عرب او یوشمېر نورو هېوادونو ته هم صادریږي او ښه بازار هم لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د اوبولګولو په برخه کې خپلې کړنې دکرنې له وزارت سره شریک کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» چارواکو د اوبولګولو په برخه کې د دغه ادارې فعالیتونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني کې دبدیل معیشت او د کوکنارو او نورو مخدره توکو تولیدونکوبوټو دزیانونو په اړه پوهاوی غونډه ترسره شوه 

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «بدیل معیشت او د کوکنارو د زیانونو په اړه د پوهاوي» تر عنوان لاندې یو مهم پوهاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. . .

بازگشت