د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د پنجوايي، ډنډ، او دامان ولسوالیو پر ۶۵ بیوزلو او اړمنو کورنیو وزې، د څارویو متراکمه خوراک، او اړین توکي وېشل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې مرسته کې ۲۵ کورنۍ د ډنډ، ۲۰ کورنۍ د دامان، او ۲۰ کورنۍ د پنجوايي ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته ۲ بلاربې وزې، ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوراکه، د څارویو لپاره د اوبو ټپ، د خوراکي توکو آخور، او د سامانونو کور ته رسولو لپاره کرایه ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د بیوزلو او اړمنو کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ په برخه کې د دوی اقتصادي وضعیت ته وده ورکول، د کورنیو د لبني اړتیاوو پوره کول، او د وزو د محصولاتو له لارې د بازار اړتیاوو رفع کول دي، ترڅو کورنۍ وکولای شي خپلې نورې اړتیاوې هم تر یوه بریده پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اسلامي هوساینې سازمان په مالي ملاتړ په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې ۷۵۰ کورنیو ته د ګلابي نسل وزې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۶
Background image

د کرنې وزیر له سنت‌پترزبورګ مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د مولوي عطاءالله عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ د ۲۰۲۵ کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۶
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونواو کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو ادارې (ډي،آر،سي) په همکارۍ اچین، سپین غر او هسکي مېني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۲
Background image

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو غونډه دایره شوه

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو او  نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ په موخه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په کابل. . .

بازگشت