د کرنې وزیر د ترکیې- افغانستان د دوستۍ ډلې رییس او د ترکیې د پارلمان د یوشمېر کمېټو له رییسانو سره وکتل

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۸:۴۸
د کرنې وزیر د ترکیې- افغانستان د دوستۍ ډلې رییس او د ترکیې د پارلمان د یوشمېر کمېټو له رییسانو سره وکتل

۲۰ کب ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې جمهوري حکومت په پلازمېنه انقره کې،  د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، د ترکیې د کرنې او کلیو پراختیا کمیسیون رییس پروفیسور یونس قلیچ، د ترکیې د دوستۍ ډلې رییس ابراهیم آیدن او ددې ډلې له یوشمېر غړو سره جلاجلا وکتل او خبرې اترې وکړې.
دکرنې وزیر د ترکیې د کرنې او کلیو پراختیا کمیسیون رییس سره په کته کې، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د وروستي هوکړه لیک پرلاسلیک خبرې وکړې. ښاغلی احدي وویل، چې دا هوکړه لیک هر اړخیزه هوکړه لیک ده او د پلي کېدو په پار یې عملیاتي پلان چمتو شوی دی. هغه په وروستیو ۲۰ کالو کې له افغانستان سره د ترکیې له همکاریو او مرستو مننه وکړه او وویل، چې د ترکیې هېواد له افغانستان سره په یاده موده کې خپل نیت ثابت کړی دی. ښاغلی احدي وویل، چې د ترکیې کرنه پرمختللی دی او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان کرنې ته لارې چارې ښیي او روزنه ورکوي، دغه راز نوی هوکړه لیک په دې برخه کې له افغانستان سره د ترکیې مرستو او همکارو ته لا ډېرې لارې پرانیزي. د افغانستان اسلامي جمهوریت دکرنې وزیر دغه راز د خوړو صنعت او د کرنیزو محصولاتو پروسس په برخه کې له افغانستان سره د ترکیې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ترکیې په پارلمان کې دکرنې او کلیو پراختیا کمیسیون مشر پروفیسور یونس قلیچ وویل، چې افغانستان او ترکیه ورور هېوادونه دي او د افغانستان حکومت سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه دکرنې او ځنګلواۍ په برخه  کې همکارۍ د دوی د هېواد اصلي لومړیتوب دی.
ښاغلی قلیچ وویل، چې د ترکیې هېواد په سیمه کې د کرنیز انقلاب ښه بېلګه ده او په دې برخه کې هلې ځلې کوي، چې د ترکیې پارلمان له خوا د افغانستان او ترکیې ترمنځ روستۍ هوکړه لیک ډېر ژر تایید کړي او د عملي کېدو زمینه یې برابره شي. د ترکیې په پارلمان کې دکرنې او کلیوالي پراختیا د کمیسیون رییس د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر ته وویل، چې دوی افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.
وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د ترکیې په پارلمان کې د افغانستان – ترکیې د دوستۍ ډلې له غړو سره وکتل. په دې کتنه کې د اروپا ګډ کمیسیون مشر اسماعیل امره قره یول هم شتون درلود.
د افغانستان دکرنې وزیر د افغانستان او ترکیې د دوستۍ ډلې د جوړولو د نوښت په پار له ترکیې څخه مننه وکړه او وویل هیله لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي شي، دا ډله کولئ شي، چې ددغو اړیکو د پیاوړتیا په پار د اړیکو ښه پُل وي او په ټولو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي.
ښاغلی احدي یادونه وکړه، چې د افغانستان او ترکیې د سیسټمونو ترمنځ ډېر ورته والي شتون لري او هیله لرو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلې برخې لا پیاوړي شي.
په همدې غونډه کې د افغانستان-ترکیې د دوستۍ ډلې مشر ابراهیم آیدن او غړي یې د دواړو خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. ددې ډلې مشر ابراهیم آیدن، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو د هوکړه لیک هرکلی وکړ او  وویل، چې دوی په بېلابېلو برخو له ډلې د کرنې په برخه کې د اړیکو د زیاتوالي غوښتونکي دي او غواړي، چې په اقتصادي او سوداکریز بعد کې د دواړو خواوو اړیکې پیاوړي کړي.
وروسته په داسې حال کې، چې د ترکیې د پارلمان یوشمېر غړي د انوارالحق احدي ملتیا کوله ښاغلی احدي د ترکیې د پارلمان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د هېواد د نورم او اسټنډرډ ملي ادارې رییس عزیز احمدزی هم شتون درلود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت