د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره د ډاډورکونې غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۰:۱۳
نشست اطمینان‌دهی برای کارمندان وزارت زراعت برگزار شد 

۷ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
۱۹/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق 
د ا.ا.ا د کرنې وزارت، دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌ الباري فضلي، ديوې غونډې په ترڅ کې دياد وزارت کارکوونکو ته د کار دبيا پيل ډاډ ورکړ.
دا غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د ا.ا.ا دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم په دې غونډه کې، کار ته د بيا راستنېدو په پار دياد وزارت له کارکوونکو څخه دمننې ترڅنګ وويل: «ستاسو سره به زموږ چلند د ورورولۍ چلند وي او موږ هڅه کوو چې ستاسو له استعدادونو ګټه پورته شي.»
مولوي صدراعظم زياته کړه: «هلې ځلې کوو چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بيا پر پښو ودرېږي او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې چې هرڅوک ښې سلامشورې ولري له هغه نه ګټه پورته کوو.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي وويل: «دکرنې وزارت د افغانستان په کچه يو خدماتي وزارت دی او دا وزارت دافغانستان خلکو پورې تړلې دي او  سوداګرو او نورو برخو پورې نه دي تړلې. موږ هم مسؤل يو چې بزګرانو لپاره اسانتياوې برابرې کړو او دوی ته د فرصتونو زمينه برابره کړو. موږ مسؤل يو چې دکرنې،  اوبولګولو، مالدارۍ او نورو برخو کې اسانتیاوي برابری کړو.»
فضل‌ربي فضلي دکرنې وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وويل: «تاسو په خپلو اړوندو چارو کې تجربه لری او موږ او تاسو په ګډه بايد هرې برخې ته پاملرنه ولرو او په پوره اخلاص او صداقت سره خپل چوپړتياوې وړاندې کړو.»
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له خوا دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ تر رسمي پېژندګلوی وروسته دا لومړی ورځ ده،  چې دکرنې وزارت ټول کارکوونکي خپلو دندوته حاضرشوي دي.
ياده غونډه د کلام‌الله مجید د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت