د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مرکزي سیلو د برېښنا ستونزه حل کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۹:۴۱

د کرنې، اوبولګولو او مالدارئ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج ملا اغاجان آخند (حاجي سالم) دکابل مرکزي سیلو د برېښنا ستونزې حل په موخه په داسې حال کې، چې د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار او د مرکزي سیلو رییس مولوی نصرالله منصور یې ملتیا کوله اړونده جکشن ته ولاړ او هلته یې مسؤلینو سره د کتنې په ترڅ کې د مرکزي سیلو د برېښنا ستونزه هواره کړه.
مالي او داري مرستیال د سیلو لپاره برېښنا اړینه وبلل او له اړونده مسؤلینو یې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې د برېښنا مسؤلینو د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د برېښنا ستونزې د دایمي حل ډاډ ورکړ.
باید وویل، شي چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال تل هڅه کوي، چې د چارو لا بهبود او دستونزو حل رسېدنه وکړي ترڅو ترلاس لاندې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت