د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اقتصاد وزارت د څارنې ټيم سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۱
معین مالی و اداری وزارت زراعت با تیم نظارت وزارت اقتصاد دیدار کرد

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د اقتصاد وزارت د پرمختيايي پروژو د پلي کولو د څارنې له ټيم سره د ياد وزارت په مالي او اداري معينيت کې وکتل. په دې کتنه کې د پرمختيايي بوديجې د لګښت وضعيت، د پروژو د پلي کېدو بهير او شته ننګونې وڅېړل شوې.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په روان کال کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې ۲۱ پرمختيايي پروژې پلې شوې دي او د دغو پروژو د پرمختګ بهير د قناعت وړ بلل کېږي.
همدارنګه، د کرنې وزارت د مالي رياست او د پلان او پاليسۍ رياست چارواکو هغه ستونزې يادې کړې، چې د پروژو د پلي کېدو پر بهير يې اغېز کړی دی. په دغو ستونزو کې د بوديجې پر وخت نه توشيح او نه تخصيص، د کرنيزو پروژو فصلي ماهيت، د هېوادونو ترمنځ د سياسي شرايطو له امله د ماشين‌آلاتو او درملو پر وارداتو محدوديتونه، او همدارنګه د تدارکاتي بهير اوږدېدنه شامله ده.
د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه پورې د کرنې وزارت لپاره له ځانګړې شوې بوديجې څخه څه باندې ۷۵ سلنه لګول شوې ده او اټکل کېږي، چې د مالي کال تر پايه به دا کچه ۸۵ سلنې ته لوړه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت