د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۲۰
د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد، د ځمکو د انتقال او وېش رييس حافظ عبدالکبير زاهد او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعميراتو عمومي مدير سمونوال محمد حامد عريزاده ګډون درلود ، د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د زندانونو چارو د سمون ادارې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لخوا د کندهار ولايت بولدک، کښته ميوند، دامان، معروف، تخته پل، پنجوايي او لوړ میوند ولسواليو کې په ۲۶۸۳۱ متر مربع ځمکو باندې د زندانونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادو ځمکو د لېږد ټړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد، د ځمکو د انتقال او وېش رييس حافظ عبدالکبير زاهد او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعميراتو عمومي مدير سمونوال محمد حامد عريزاده ترمنځ لاسلیک شو.


زمین از سوی وزارت زراعت به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داده شد
۱۶ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد، زمین از سوی وزارت زراعت به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داده شد.
 در این نشست مولوی عبدالجبار خالد، رئیس استملاک و اسکان مجدد، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین، و سمونوال محمد حامد عریض‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها، حضور داشتند.
زمین یادشده به پیشنهاد اداره تنظیم امور زندان‌ها و بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور ساخت زندان‌ها در ولسوالی‌های بولدک، پایین میوند، دامان، معروف، تخته‌پل، پنجوایی و بالامیوند ولایت کندهار انتقال داده شد. مساحت مجموعی این زمین‌ها ۲۶ هزار و ۸۳۱ متر مربع است.
توافق‌نامه انتقال زمین‌های یادشده میان مولوی عبدالجبار خالد، رئیس استملاک و اسکان مجدد، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، و سمونوال محمد حامد عریض‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت