د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۵
د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سید محمد سعید او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رييس انجنير فريد الله شرفمل ګډون درلود. د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست له‌خوا د برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د برېښنا شرکت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته لوګر ولايت محمد آغه ولسوالی کې په ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د ۴۰ میګاواټه لمریز برېښنا دستګاه د نصبولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رييس انجنير فريد الله شرفمل ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین به شرکت برشنا از سوی وزارت زراعت انجام شد
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی و انجینر فریدالله شرفمل رئیس هماهنگی سرمایه‌گذاری شرکت برق حضور داشتند، زمین مورد نظر از سوی وزارت زراعت به شرکت برشنا انتقال داده شد.
این زمین به پیشنهاد شرکت برشنا و بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) از سوی ریاست عمومی اراضی به این اداره در ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر انتقال گردید تا برای نصب یک نیروگاه خورشیدی با ظرفیت ۴۰ میگاوات در مساحت ۳۰۰ جریب زمین مورد استفاده قرار گیرد.
قرارداد انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت و انجینر فریدالله شرفمل رئیس هماهنگی سرمایه‌گذاری شرکت برق به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: کامې ولسوالی کې ۲۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د کامې ولسوالی ډاګ میرزاخېل کلي کې ٢٠٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۷
Background image

پکتیا کې د واټرشیډونو د جوړیدو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هیلتو مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت په جاني خېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سید محمد سعید او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رييس. . .

بازگشت