د کرنې وزارت د بڼوالۍ پراختیا نوي رییس معرفي شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ پراختیا نوي رییس معرفي شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا مقام د منظورۍ پر بنسټ، قاري حفیظ الله حازم د دغه وزارت د بڼوالۍ پراختیا د رییس په توګه وټاکل شو او د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په همدې موخه یوه غونډه د کرنې وزارت د کرنی او مالداری مرستیال مولوی صدراعظم عثمانی او یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د قاري حفیظ الله حازم د تقرر حکم ولوستل شو او دی په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو..
قاري حفیظ الله حازم چې د دیني زده‌کړو له (څوارلسم ټولګي) فارغ او د قرآن حافظ دی، تر دې وړاندې د بلخ ولایت د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر د تګ راتګ د کنټرول د آمر په توګه دنده ترسره کوله.
له دې مخکې، انجنیر غلام فاروق قاسمي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ پراختیا ریاست مسؤل و.

معرفی رییس جدید توسعه باغداری وزارت زراعت
۱۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان، قاری حفیظ الله حازم به حیث رییس جدید توسعه باغداری این وزارت تعین و به کارمندان آن اداره معرفی شد.
در مراسمی که به همین منظور با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و  شماری از روئسا و مسوولان وزارت زراعت برگزار گردید، حکم تقرر قاری حفیظ الله حازم قرات و او به طور رسمی به کارمندان آن اداره معرفی شد.
قاری حفیظ الله حازم که دارای تحصیلات دینی به سویه چهارده پاس و حافظ قرآن می‌باشد، پیش از این به عنوان آمر عبور کنترول میدان هوایی مولانا جلال الدین محمد بلخی در ولایت بلخ ایفای وظیفه می‌نمود.
پیش از این، انجنیر غلام فاروق قاسمی مسوولیت ریاست توسعه باغداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری را به عهده داشت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت