د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست نوي ګمارل شوي رییسان خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۷:۳
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست نوي ګمارل شوي رییسان خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وړانديز او د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د اراضۍ ریاست کې نوي رییسان په دندو وګمارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست په عمومي تالار کې دایره شوې وه د اراضۍ ریاست د بېلابېلو څانګو رییسانو او آمرينو ګډون درلود.
په پيل کې د اراضۍ ادارې د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس او د دغه ریاست کفيل مولوي عبدالعلي عمري خبرې وکړې وويل:« تغییر او تبدیل په اداره کې اصل دی او دا اصل د اصلاحاتو د راوستلو په موخه ترسره کېږي.» ښاغلی عمري په خپلو خبرو کې د پخوانیو رییسانو له هڅو او خدمتونو مننه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې راتلونکې کې باید خپلې چارې له پیاوړي عزم او غوره پلانونو سره پرمخ یوسي
ښاغلي عمري زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسولین او کارکوونکي خپل د آمر د امر تابع دي او هېڅکله هم خپل د مسوول د اوامرو څخه سر غړونه نکوي.
نوموړي ټول نوي ګمارل شوي رییسانو ته په چارو کې د برياليتوب غوښتنه وکړه او ټول کارکوونکي يې په اتفاق او اتحاد وهڅول او له ټولو څخه يې وغوښتل، چې له نوي ګمارل شوي مسوولينو سره په پوره اخلاص او صداقت خپل مسووليت پرمخ يوسي.
وروسته، د نویو رییسانو د ګمارنې مکتوب ولوستل شو، چې له مخې یې قاری ظاهر د فوتوګرامترۍ د رييس په توګه، مولوي حضرت محمد طیب د ځمکو د اجارې او پانګه اچونې د رييس په توګه، عبدالصمد پاڅون د سروې کدستر د رييس په توګ، مولوي محمد نبي عالمګيري د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت د رييس په توګه او  مولوي سيف الله د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رييس په توګه ګمارل شوي ول.
په پای کې، حاضرو رییسانو پنځه واړه نوي رییسانو خپلو اړوندو دفترونو ته بدرګه کړل او کارکوونکو ته یې ور وپېژندل.

معرفی رؤسای جدید ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
۲۰ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم مقام عالی ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، رؤسای جدید در ریاست اراضی این وزارت به وظایف‌شان گماشته شدند.
در مراسمی که در تالار عمومی ریاست اراضی برگزار شد، رؤسا و آمران بخش‌های مختلف این اداره حضور داشتند. در آغاز، مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد و کفیل ریاست اراضی، با بیان این‌که تغییر و تبدیل در اداره یک اصل بوده و برای ایجاد اصلاحات صورت می‌گیرد، از تلاش‌ها و خدمات رؤسای پیشین قدردانی کرد و از مسئولان جدید خواست تا وظایف خود را با عزم راسخ و برنامه‌ریزی بهتر پیش ببرند. وی تأکید کرد که تمام مسئولان و کارمندان امارت اسلامی تابع امر مافوق خود هستند و باید با اتحاد و اخلاص مسئولیت‌هایشان را انجام دهند.
سپس مکتوب تقرر رؤسای جدید قرائت شد که بر اساس آن، قاری ظاهر ظاهر به حیث رئیس فوتوگرامتری، مولوی حضرت محمد طیب به حیث رئیس اجاره و سرمایه‌گذاری زمین‌ها، عبدالصمد پاڅون به حیث رئیس سروی کدستر، مولوی محمد نبی عالمگیری به حیث رئیس ثبت مناطق غیررسمی شهری و مولوی سیف‌الله به حیث رئیس ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد گماشته شدند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت