د کرنې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ همکارۍ او همغږۍ لا پیاوړي کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۶:۱۳
د کرنې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ همکارۍ او همغږۍ لا پیاوړي کېږي

۷ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، د ملي تدارکاتو ادارې مرستیال ویس رحیمي سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږیو او همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې دکرنې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې یوشمېر رییسانو هم ګډون درلود، د ټولنو او هغو شرکتونو چې د حیواني او کرنیزو محصولاو د پروسس او تولید په برخه کې فعالیت کې پر وړتیالوړنې او دغه راز د دغو شرکتونو او ټولنو د ښه ارزونې په پار د یوې ځانګړې میکانیزم پر جوړولو خبرې اترې وشوې.
د ملي تدارکاتو ادارې مرستیال ویس رحیمي، په دې لیدنه کې د ملي تدارکاتو له ادارې سره د کرنې وزارت د همغږیو او همکاریو په پار خوښي څرګند کړه او ددې لړۍ پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلی رحیمي د کرنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د ملي تدارکاتو غوښتنې سره سم دې، په اړوندو برخو کې د اړتیا وړ شمېرې ولېږي ترڅو دا لړۍ په چټکتیا سره ترسره شي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري په دې لیدنه کې وویل: «د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس، د ملي تدارکاتو په قراردادونوکې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کېږي او موږ یوه قانوني مسوده جوړه کړې ده، چې پر بنسټ یې د کلیو په کچه انجمنونو او د ولسوالیو په کچه د ولسوالیو ټولنې جوړې کړي او په همدې توګه د ولایت په کچه ولایتي ټولنه او له ولایتي ټولنې وروسته یوه ملي ټولنه جوړه شي، چې په دغو ټولنو کې، د سبو، حبوباتو، غلودانو، مېوو او لبنیاتو سکټورونه شامل دي.»
ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې ددغو ټولنو څخه په استفادې سره کولی شو، چې د بزګرانو ملاتړ وکړو او ددغو ټولنو له لارې، چې د ملي تدارکاتو اداره ورته قرارداد ورکوي، د بزګرانو واقعي تولیدات وپلورل شي.
حشمت‌الله غفوري د کروندګرو مېرمنو د ټولنې د جوړېدو خبره هم وکړه او د ملي تدارکاتو ادارې څخه یې وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو اړوند په ملي قراردادونو کې دې مېرمنو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري د ملي تدارکاتو ادارې سره د کرنې وزارت پر اغېزناکو همکاریو خبرې وکړې او وویل، چې د کرنې وزارت په دې برخه کې د ملي تدارکاتو ادارې سره همکار دی او د کرنې په وزارت کې د نویو رییسانو په ګمارنې سره دا هکمارۍ ډېرې شوي دي او ګړندۍ کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت