د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو سکټور له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو سکټور له چارواکو سره وکتل

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې وزارت په مقر کې د چرګانو د ټولنې له چارواکو، د چرګوړو تولیدوونکو او د یاد سکټور له واردوونکو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې لیدنه کې د چرګانو او چرګوړو د کورنیو تولیداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پانګه‌وال باید د چرګانو په سکټور کې لا ډېره پانګونه وکړي، څو د هېواد پر وارداتو تکیه راکمه شي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تولیدوونکي او واردوونکي باید د شخصي ګټو تر څنګ عامه ګټې او د بازار وضعیت هم په پام کې ونیسي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان سکتور مرغداری
۱۴ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسوولان اتحادیه مرغداری، تولیدکنندگان چوچه مرغ و واردکنندگان این سکتور در مقر وزارت زراعت دیدار و گفتگو کرد.
معین زراعت و مالداری در این دیدار بر افزایش تولیدات داخلی مرغ و چوچه مرغ تأکید کرده گفت که سرمایه‌گذاران باید روی سکتور مرغداری سرمایه‌گذاری بیشتر نمایند تا وابستگی کشور به واردات کاهش یابد. وی همچنان افزود که تولیدکنندگان و واردکنندگان باید در کنار منافع شخصی، منافع عامه و وضعیت بازار را نیز در نظر بگیرند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت