د کابل ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۲۲
د کابل ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي محراب الدین بلال د کابل ولایت د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
مولوي محراب الدین بلال تر دې وړاندې د کندز ولایت د کرنې د رییس په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه یې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې هم په همدې بست کې کار کړی دی.
د ده د پېژندغونډې په مراسمو کې د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو، متخصصینو، مخورو او دکابل دکرنې ریاست کارکوونکو ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس مولوي محمد حسین خورشید وویل، چې په اسلامي امارت کې ادلون بدلون یو اصل دی او خلکوته پر خدمت کولو ټینګار وکړ.
له دې وړاندې، مولوي عبیدالله حقاني د کابل ولایت د کرنې رییس و.


رییس جدید زراعت ولایت کابل معرفی شد
۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
براساس حکم ریاست‌الوزرا امارت اسلامی افغانستان، مولوی محراب الدین  بلال به‌عنوان رییس زراعت ولایت کابل گماشته شد و امروز رسماً کارش را آغاز کرد.
مولوی محراب الدین بلال پیش از این به‌عنوان رییس زراعت ولایت کندز ایفای وظیفه کرده و در ولایت‌های بدخشان و بغلان نیز در این سمت کار نموده است.
در مراسم معرفی او، شماری از رییسان، متخصصین، متنفذین و کارمندان ریاست زراعت کابل حضور داشتند. مولوی محمد حسین خورشید، رییس دفتر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در این مراسم تغییر و تبدیل را یک اصل در امارت اسلامی دانسته و بر خدمت‌گذاری به مردم تأکید کرد.
پیش از این، مولوی عبیدالله حقانی رییس زراعت ولایت کابل بود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت