د چرگانو روزنې د سکټور وده او ځان بسیاینه د کرنې وزارت لومړیتوب ده

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۲۲
د چرگانو روزنې د سکټور وده او ځان بسیاینه د کرنې وزارت لومړیتوب ده

۳ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دفتر کې، د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو خونې استازی، د چرګانو تولیدوونکو او پروسس کوونکو سرتاسري ټولنې، خصوصي سکټور او د افغانستان د خونو فدارسیون د استازو په شتون کې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د چرګانو روزنې سکټور د فرصتونو او ننګونو د ارزونې او د یاد سکټور پر تلپاتې پراختیا، او راتلونکو برنامو خبرې وشوې.
د کرنې وزیر وویل، چې د چرګانو روزنې د محصولاتو صنعت د مدیریت غوره طرحه تر کار لاندې ده، او ددې طرحې د لا پیاوړتیا په پار د خصوصي سکټور، د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د خونې، ټولنې او د ښکېلو خواوو سلا مشورې مرسته کوي.
ښاغلی احدي وویل: «داچې د خصوصي سکټور، د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو خونې او نورو اړوندو برخو په همکارۍ، د هګۍ، د چرګانو غوښې او دانې په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو او په دې برخه کې لا ډېرې پانګونې وکړو دقیقې شمېرې او مالوماتو ته اړتیا لرو؛ باید ووایو چې د چرګانو روزنې سکټور پیاوړتیا او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل زموږ له لومړیتوبونو او اساسي برنامو څخه دي او د خصوصي سکټور ونډه هم په کې د پام وړ دی.»
دغه راز د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې وزارت د مشرتابه لیدلوری د چرګانو د ټولو محصولاتو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل دی او د کرنې وزارت په دې برخه کې د خصوصي سکټور همکار دی.
وروسته د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د خونې رییس خان محمد فروتن وویل، چې په هېواد کې د چرګانو روزنې سکټور فوق‌العاده پرمختګ ګړې، خو لاهم یوشمېر ننګونې شتون لري. هغه هېواد ته د «برېډر چرګانو د قاچاق» د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کرنې وزارت تل د چرګانو روزنې سکټور سره مرستې کړي دي او د اوسني وړتیاوو د شتون لامل هم، له دې برخې سره د کرنې وزارت ملاتړ دی.
د چرګانو د تولیدوونکو او پروسسوونکو ټولنې رییس انصارالله بختانی وویل، چې «اوس هم په پراخه کچه د ژوندیو چرګانو قاچاق روان دی، او باید د کرنې وزارت او د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو خونې سره په همغږۍ دولتي ادارې د چرګانو د قاچاق مخه ونیسي. هغه زیاته کړه، خصوصي سکټور چمتو دی، چې د چرګانو روزنې په برخه کې لاډېرې پانګونې وکړي او له حکومته د ځمکې غوښتنه کوي. هغه دغه راز د کرنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د چرګانو د محصولاتو واردات د شرایطو پر اساس وي، ترڅو یاد سکټور زیانمن نشي.
په همدې توګه د افغانستان د خونو فدراسیون استازی، د کرنې وزارت څخه د «سټاک مورني» چرګانو او د چرګانو د دانې د تولید په برخه کې د پانګونې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د چرګانو روزنې په سکټور کې د فارمونو د ملي سروې د پیل پر تابیاوو هم خبرې وشوې

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت