د ځمکو ادارې لوی رییس تخنیکي آرشیف څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۱۸
د ځمکو ادارې لوی رییس تخنیکي آرشیف څخه لیدنه وکړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني، په داسې حال کې، چې ددې ادراې د سروې او کدسټر لوی رییس مولوی سعید الرحمن مظهري یې هم ملتیا کوله ددې ادارې له تخنیکي آرشیف څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ځکو چارو ادارې د ساتنې او تخنيکي آرشيف آمريت مسوولينو د ځمکې د ملکيت د اسنادو د ساتنې او ساتنې د څرنګوالي په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
د تخنيکي آرشيف څانګې مسوولينو زياته کړه، په دې آرشیف کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو د ځمکو اسناد په جلا جلا توګه په ځانګړي الماریو کې ساتل کېږي او دغه ټولې المارۍ د یو با صلاحيته پلاوی په حضور کې قفل او مهر لاک شوي دي.
هغوی زياته کړه، هرکله چې غوښتوونکي د خپلو رسمي اسنادو له مخې د خپلې ځمکې په اړه معلومات وغواړي نو د المارۍ دروازه د پلاوی په شتون کې خلاصه او د معلوماتو د وړاندې کولو نه وروسته د الماریو دروازې بيا مهر لاک کېږي.
همدا راز د اراضۍ ادارې د تخنيکي آرشيف برخې مسولینو د دې برخی د پياوړتيا په اړه خپل وړانديزونه هم د ځمکو ادارې له مشرتابه سره شريک کړل.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکو د چارو ادارې په جوړښت کې د تخنیکي آرشیف شتون مهم او ارزښتناک وباله، د شته ستونزو په حل باندې یې ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې خپلې اړتیاوې په لیکلي ډول د ځمکو چارو ریاست سره شریکې کړي، تر څو دا څانګه د امکان تر حده بډایه شي.
نوموړي همدا راز د ځمکې د اسنادو د ساتنې په برخه کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د دې لپاره دې یو ډیټابیس جوړ کړي او په تخنیکي آرشيف کې شته ټول اسناد ثبت، همدا رنګه دوی ته دنده وسپارله چې د هغو کسانو اسناد چې دې څانګې ته مراجعه کوي له دې وروسته په ډیټابیس کې ثبت کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت