د پکتیکا پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۹ ماشینونه ووېشل شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۴:۱۷
د پکتیکا پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۹ ماشینونه ووېشل شول

۲۰ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د میکانیزه کولو اوعصري کرنیز سیسټم او تکنالوژۍ ترویجولو په پار هلې ځلې کوي. د دغو هلو ځلو یوه برخه د اوبو د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د ځمکې د هوارولو لایزري ماشینونو « Laser Level land » دودول دي.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پکتیکا ولایت پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د ځمکې هوارولو یا لایزلېول ۹ ماشینونه ووېشل.
ددغو ماشینونو له وېش څخه موخه د کرنیزو ځمکو هوارول، د حاصلاتو کچه لوړول او د اوبو د مصرف کچه ټېټول دي د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې کار موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیز سیسټم ترویجول دي. له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ چې په کرونده کې لږي اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.
د چارواکو په خبره د کرنیزو ځمکو په هوارولو سره کولای شو چې تر ۴۰ سلنه ډېر حاصل ترلاسه او دغه راز د اوبو له ضایعاتو څخه هم ۲۰ تر ۳۰ سلنه مخنیوی وکړو.
له دغو ماشینونو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت څخه په منني سره وویل، له دغو دستګاوو څخه په استفادې سره به د دوی کرنیز حاصلات ډېر او عواید به یې زیات شي.

باید وویل شي، چې ددغو ماشینونو برخمن شویو بزګرانو ته د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د یادو ماشینونو د کارونې په هکله روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت