د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۴۸
د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې شنې خونې جوړېږي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کلیو د بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار شنې خونې جوړېږي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د پکتیکا ولایت د زیړوک په ولسوالی کې جوړېږي، چې رغنیزې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته دپکتیکا ولایت د زیړوک د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولسوالی کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت