د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د بادامو یو جریب بڼونه د څاڅکي اوبو لګولو په سیسټم جوړ شوي دي. دغه پروګرام د دې لپاره پلي شوی چې د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي، د بڼوالۍ سکتور پراخ شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.
د یادې پروژې د پاتې برخې د تطبیق په لړ کې، همدغو ۵۶ بزګرانو ته د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونو د فعال ساتلو لپاره پاتې لمریزې تختې ووېشل شوې، چې هر بزګر ته دوه دانې ورکړل شوې.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، د لمریزو تختو په مرسته به بزګران وکولای شي خپل د اوبو لګولو سیستمونه په منظم او دوامدار ډول فعال وساتي، د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي او د بادامو بڼونو حاصلات زیات کړي. دغه اقدام نه یوازې د عصري کرنې د ترویج لامل ګرځي، بلکې د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د بدیلو سرچینو کارولو ته هم وده ورکوي.
د یاد پروګرام په عملي کېدو سره تمه ده، چې د قانوني کرنې وده چټکه شي، د بزګرانو عواید لوړ شي او په سیمه کې د کوکنارو کښت په محسوس ډول راکم شي، چې دا به د دوامدار اقتصادي پرمختګ او ټولنیز ثبات لپاره یو مهم ګام وي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت