د پکتیا ځنګلونه او په پار یې د کرنې ریاست هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۰
د پکتیا ځنګلونه او په پار یې د کرنې ریاست هڅې

۱ سلواغه ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د بیارغونې، خوندیتوب او پراختیا په پار یې راون کال یو لړ برنامې پلي کړي دي.
د پکتیا ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د ځنګلونو قانون، د ځنګلونو اقتصادي او ټولنیز ارزښت، د ځنګلونو د پرېکېدو  مخنيوی او د ځنګلونو د بيا رغونې په پار عامه پوهاوی، د ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار د ډنډ پټان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د چهارمغزو ۲۰ زره نیالګي اېښودل او ترڅنګ یې د ځنګلولی پنځه ټولنې جوړل، د جوړو شویو قوریو له نیالګيو څخه وخت په وخت څارنه او نظارت کول، د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنيوي په پار د ۱۲ تړونونو لاسلیک او جوړو شويو ځنګلولی ټولنو ته د ۵۴ جوازونه ورکړه هغه څه دي، چې د راون کال په ترڅ کې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې په دې ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ترسره شوي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د مرکز ګردیز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د څړ ځایونو سروې تر سره کول، د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت ( FAO-GEF ) پروژې له خوا دوه زره او ۹۵۵ کم مصرفه نغري پر ځنګل میشتو وېشل، په ځینو سیمو کې د واټرشیډونو چارې پیل او د تراسونو څخه څارنه د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار د یاد ریاست نورې کړنې دي.
د پکتیا دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي. همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت