د پکتیا ولایت مشرانو سره د کرنیزو او مالدارۍ ستونزو اړوند د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۳۴
د پکتیا ولایت مشرانو سره د کرنیزو او مالدارۍ ستونزو اړوند د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه  

۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، نن د  خپل په دفتر کې د پکتیا ولایت د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل. په دې ناسته کې د پکتیا ولایت مشرانو د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
په یاده لیدنه کې د چکډمونو جوړولو، د اوبو بندونو، د اوبو زېرمو، د اوبو لګولو کانالونو، بې اوبو ځمکې پر کرنیزو ځمکو اړولو، د کرنیزو فارمونو جوړولو او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش په شان ستونزو بحث او خبرې وشوې. سربېره پر دې، د پکتیا مشرانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال څخه وغوښتل، چې د یادې سیمې د مالدارۍ او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي صدراعظم عثماني د دې غوښتنو په ځواب کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت موخه خلکو ته خدمت کول دي او له بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون اصلي لار کرنې او مالدارۍ ته ځانګړې پاملرنه ده. هغه زیاته کړه، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره د خلکو ستونزې کمې کړي او د هغوی لپاره ښه شرایط برابر کړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با بزرگان ولایت پکتیا در خصوص مشکلات زراعتی و مالداری
۷ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با تعدادی از بزرگان ولسوالی زرمت و روحانی بابای ولایت پکتیا دیدار کرد. در این نشست، بزرگان ولایت پکتیا مشکلات و درخواست‌های خود را در زمینه‌های مختلف زراعت و مالداری مطرح کردند.
از جمله مشکلات مورد بحث در این دیدار می‌توان به احداث چکدم‌ها، بندهای آبگردان، ذخیره‌سازی آب، کانال‌های آبیاری، تبدیل زمین‌های خشک به زمین‌های زراعتی، احداث فارم‌های زراعتی و توزیع تخم‌های بذری و کودهای شیمیایی اشاره کرد. همچنین، بزرگان پکتیا از معین زراعت و مالداری خواستند تا توجه ویژه‌ای به مالداری و بهبود شرایط زندگی در این حوزه داشته باشند.
مولوی صدراعظم عثمانی در پاسخ به این درخواست‌ها تاکید کرد که هدف امارت اسلامی خدمت به مردم است و راه اصلی خلاصی از فقر و مشکلات اقتصادی، توجه به زراعت و مالداری می‌باشد. وی افزود که وزارت زراعت و مالداری در تلاش است تا با اجرای پروژه‌های مختلف در این زمینه، مشکلات مردم را کاهش دهد و شرایط بهتری برای آنان فراهم آورد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت