د ولایتي سفرونو د طرحې د تنظیم په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۵:۵۹
د ولایتي سفرونو د طرحې د تنظیم په پار غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ دکرنې وزارت د کارکوونکو ولایتي سفرونو د طرحې تنظیم او ترتیب په پار غونډه دائره شوه.
دکرنې وزارت د مشرتابه پلاوي د پرېکړې پر اساس ددې وزارت مالي او اداري مرستیال ته دنده سپارل شوې ده، چې د یاد وزارت د کارکوونکو د ولایتي سفرونو د مدیریت او اغېزمنتوب په پار بشپړه طرحه چمتو کړي، چې دکرنې وزارت د کارکوونکو سفرونه داسې ترتیب کړي، چې هم د وزارت بودیجه په مناسب ځآی کې ولګول شي او هم له سفرونو څخه د پام وړ پایلې ترلاسه شي.
په همدې موخه دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي دکرنې وزارت د بشري سرچینو، مالي او حسابي ریاستونو، تخنیک آمریت، د ټرانسپورټ او نورو اړوندو ریاستونو د استازو په شتون کې غونډه دائره کړه او ځانګړو کمېټو ته یې دنده وسپارله، چې دکرنې وزارت قوانین او مقرراتو ته په کتو د سفرونو د تنظیم په پار ځانګړې طرحه ترتیب کړي.

جلسه‌ای به منظور ترتیب طرح تنظیم سفرهای ولایتی برگزار شد 
جلسه به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور ترتیب طرح تنظیم سفر های ولایتی کارمندان وزارت زراعت برگزار شد.
به اساس فیصله رهبری وزارت زراعت به معین مالی و اداری وظیفه سپرده شده که  به منظور مدیریت سفرها و موثر بودن آن طرح جامع ترتیب گردد  که سفر های کارمندان وزارت زراعت را  طوری تنظیم نماید که هم بودیجه وزارت زراعت در جای مناسب به مصرف رسد و هم نتایج قابل ملاحظه از سفر ها بدست آید.
به همین منظور مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری  جلسه را به حضور داشت مسوولان ریاست‌ های منابع بشری، مالی و حسابی، آمریت تخنیک و ترانسپورت و سایر ریاست‌های ذیدخل برگزار کرده و کمیته های مشخصی را توظیف کرده تا  مطابق و قوانین و مقررات وزارت زراعت طرح مشخصی را جهت تنظیم سفرها ترتیب نمایند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت