د وزارت د ټولو پروژو له چارواکو سره د کرنې وزارت د سرپرست غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۹
د وزارت د ټولو پروژو له چارواکو سره د کرنې وزارت د سرپرست غونډه
 
۱ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په مشری د کرنې وزارت د ټولو پروژو د چارواکو په شتون کې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی، د پروژو چارواکو د خپلو اړوندو پروژو د فعالیتونو، لاسته راوړنو، د پروژو تر چتر لاندې سیمو او د خپلو راتلونو پلانونو په هکله د وزارت مشرتابه ته مالومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت چارسمبال او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د پروژو د ښه پلي کېدو په پار د همکارۍ د اعلان ترڅنګ د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو هر یوه پروژه د خپلو راتلونکو برنامو او فعالیتونو په هکله په بشپړ ډول خپل معلومات چمتو او وړاندې کړي تر څو په هکله یې اړین ګامونه پورته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
Background image

د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۰
Background image

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

بازگشت