د وریجو د تولید نهه سلنه زیاتوالی: ۶۶ سلنه پر ځان بسیاینه او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وریجو د وارداتو کموالی

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۴:۲۲
افزایش نُه درصدی تولید برنج: خودکفایی ۶۶درصدی و بی‌نیازی از واردات برنج به ارزش میلیون‌ها دالر

د وریجو د تولید نهه سلنه زیاتوالی:
۶۶ سلنه پر ځان بسیاینه او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وریجو د وارداتو کموالی
۱۸ لېندۍ ۱۳۹۸
د وروستیو شمېرو پر اساس، د تېر کال په پرتله د وریجو سږنۍ حاصلات نهه سلنه زیاته شوې ده. دغه زیاتوالی د وریجو د تولید په برخه د کابو ۶۶ سلنې ځان بسیاینې او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وریجو د وارداتو د کموالي لامل شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: «دغه سروې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو لوی ریاست له خوا په ګډه تر سره شوې ده د وریجو د تولید د کچې مالومولو لپاره د «دشولې بوټو پرېکولو سروې پلي کول» یا ( Paddy Crop Cut Survey) او په هېواد کې د شولو د کروندو د کچې د مالومولو په پار د « GIS » او ( Remote Sensing ) له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده.»

ددې سروې پر بنسټ روان کال د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې شوله کرل شوې وه، چې په دغو ولایتونو کې د شولې د کرکېلي ټوله سیمه کابو ۱۲۸ زره هکټارو ته رسیږي، چې تېر کال دا شمېره کابو ۱۱۶ زره هکټاره وه.

کندز، تخار، بغلان، ننګرهار، بلخ، کونړ، سرپل، بدخشان، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، هرات، بادغیس، لغمان، کابل، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي، چې په کې د شولې کرکېله کیږي. په هېواد کې د وریجو د تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې کندز لومړۍ مقام لري.

ښاغلي رستمي وویل: «ددې سروې پر بنسټ په هېواد کې د تېرکال په پرته د شولې کروندې هم نهه سلنه زیاتې شوي دي. د یاد سروې پر اساس په هغو ولایتونو کې، چې سږکال د شولې کرکېله شوې ده پریمانه اوبه شتون درلود او د شولې کروندګر د خپلو عوایدو د زیاتوالي په پار د خپلو کروندو سیمې پراخې کړي دي.»

د ښاغلي رستمي په خبره د اوبولګولو شبکې جوړول، د شولې ښه حاصل ورکوونکي نژادونه (ورایټۍ) پېژندل او بزګرانو لپاره دشولې روزنیزې- ننداریزې قطعې جوړول د شولې د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبولي دي.

ددې سروې د اټکلي شمېرو له مخې روان کال د وریجو د تولید کچه کابو ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسیږي او د تېر کال په پرتله چې ۳۵۲ مټریک ټنه وه نهه سلنه زیاتوالی ښیي. په ۱۳۹۷ یم کال کې ۳۵۲ زره مټریک ټنه وریجه تولید شوې وه خو سږ کال دغه شمېره ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسیږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:«افغانستان په کال کې ۵۸۸ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې اوسمهال د ۳۸۳ زره ټنو په تولید سره خپل ۶۶ سلنه اړتیا پوره کوي.»

هغه زیاته کړه، چې د تېرکال په پرتله د وریجو د نهه سلنې زیاتوالي سره، د روان کال د لومړی درې ربعې په ترڅ کې هېواد ته د وریجو واردات د تېر کال د درې ربعې په پرتله د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت کابو ۱۸۰ زره مټریک ټنه کمه شوې ده. د شمېرو له مخې په وروستیو درې کلونو کې د وریجو واردات مخ پر زوړ ده. د ۱۳۹۶ یم کال په درې لومړی ربع کې د وارداتو کچه د ۱۵۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۳۴ زره ټنه وه، په ورته وخت کې په ۱۳۹۷ یم کال کې د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸۰ زره مټریک ټنه او د روان کال په درې لومړی ربع کې د ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳۲ زره ټنه ده.

دتېر (۱۳۹۷) یم کال په درې ربع کې هېواد ته د وریجو د وارداتو ارزښت څه باندې ۹۴ میلیونه ډالرو ته ورسېد خو په روان کال کې د تولید د کچې په زیاتېدو سره د کال په لومړی درې ربع کې ددې محصول د وارداتو ارزښت ۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو (۱۳۲ زره مټریک ټنو) ته راښکته شوې ده.

باید وویل، شي، چې په ۱۳۹۷ یم کال کې د شولې د تولید کچه د ۱۳۹۶ یم کال په پرتله څلور سلنه زیاته شوې وه.

د غنمو تر څنګ وریجه هم د افغانانو اساسي خواړه دي په هېواد کې د وګړي کلنۍ وده هم یاد تولید ته د خلکو اړتیا ډېر کړي ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو لوی ریاست تل هلې ځلې کوی، چې د کرنیزو تولیداتو کره معلومات او شمېرې راټول او د خلکو په واک کې ورکړي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت