د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت زرګونو هېوادوالو ته کرنیزه ځمکه په اجاره ورکړې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت زرګونو هېوادوالو ته کرنیزه ځمکه په اجاره ورکړې 

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په روان ۱۴۰۳ کال کې ۳ زره او ۸۳ هېوادوالو ته څه باندې ۳ زره او ۵۳۲ جریبه کرنیزه ځمکه د ۱ تر ۳ کلونو لپاره په اجاره ورکړې ده.
د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس، انجنیر ندي الله نیازی، وایي چې سږ کال یې هغه ځمکې، چې رفع حاصل یې په ۱۴۰۴ کال کې ترلاسه کېږي، د کرنې د ودې او د ځايي اوسېدونکو د اقتصادي ملاتړ په موخه، کروندګرو ته په اجاره ورکړې دي.
ښاغلی نیازی زیاتوي، چې د اجارې دا پروسه د شفافیت او عدالت په پام کې نیولو سره ترسره شوې، ترڅو مستحقو کسانو ته ګټه ورسېږي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت هیله لري، چې دا اقدام به د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي او کروندګرو ته به د لا ښه تولید زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت