د ننګرهار سره رود کې د بې کیفیته استراګانو مخنیوي په موخه کمپاین ترسره شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
د ننګرهار سره رود کې د بې کیفیته استراګانو مخنیوي په موخه کمپاین ترسره شو

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه مالدارۍ امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي په مشرۍ ګډ پلاوي داستراګانو کیفیت معلومولو په موخه د سره رود ولسوالۍ کې کمپاین ترسره کړ.
 د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې مالدارۍ امریت ګډ پلاوي استراګانو کیفیت، کانټینرو کنټرول، حفظ الصحي ،تقلبي او تاریخ تېرو استراګانو کنترول او څارنه ترسره کړه.
د کرنې رییس وویل، چې دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شئ  ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو پلورونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بی کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت