د ننګرهار بټي کوټ کې پر ۱۴۰ کروندګرو کورنيو نغدې مرستې ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۱۵
د ننګرهار بټي کوټ کې پر ۱۴۰ کروندګرو کورنيو نغدې مرستې ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په همکارۍ ددې ولايت د بټي کوټ ولسوالی د کوز سه پایي کلی کې میرمنو ته په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو او کرنیز او مالدارۍ محصولاتو ته د ارزښت ورکولو په موخه د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس لپاره پر ۱۴۰ کورنيو، درې ميليونه او ۵۰ زره افغانۍ نغدې مرستې وېشلي دي.
ددې  مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار د کرنې اداری په استازیتوب انجینر عطاءالحق بشري وویل، چې هرې کورنۍ ته د پروسس او نورو اړتياوړ وسایلو اخيستلو په موخه ۲۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي. 
 په همدې حال کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي کسانرد ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) څخه د مننې ترڅنک د دې ولسوالي په نورو کلیو کې د ورته پروژو د تطبیق او مرستو د ویعېش غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې، غونډه کې یوه اندازه پروسس شوي محصولات هم نندارې ته اېښودل شوي ول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت