د غزني د آلوبخاروو حاصل څه باندې دوه زره ټنو ته ورسېد

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۳۰
حاصلات آلوبخارای غزنی به بیش از دوهزار تُن رسید


۳ تله ۱۳۹۹
د غزنې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې سږکال د الوبخاروو له ۲۶۰ بڼونو څخه څه باندې دوه زره متریک ټنه حاصل تر لاسه شوې ده.
د غزنې د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچې وايي، چې د غزنې په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.
د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په غزنې کې آلوبخارا ډېر تولیدیږي. هغه وویل، چې ددې ولایت آلوبخارا لوړه بیه لري، چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو خرڅیږي.
ښاغلی شفاهي وویل، چې د غزني د آلوبخاروو د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه بسته بندي ده. هغه وویل، چې داستونزه ددې لامل شوې، چې ددې ولایت آلوبخارا په غېرمعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.
د «پدیده غزنه» شرکت د فصل د راټولو په موسم کې د ورځې په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ منه آلوبخارا پروسسوي او ددې محصول په پروسس کې مېرمنې اساسي ونډه لري.
فریبا مهرزاد هغه مېرمن ده، چې په دې شرکت کې د آلوبخارا د پروسس په برخه کې کار کوي. هغه وویل، چې په دې شرکت کې په کار کولو سره توانیدلې ده، چې د خپلې کورنۍ یوشمېر اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
د هېواد په کچه د الوبخاراوو څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شتون لري، چې د في هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوې ده.
آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیاد او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۸
Background image

بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د پیل په موخه بلخ ته د لوړپوړي پلاوی سفر

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو نوی رییس معرفي شو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي شمس‌الله محمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د نوي رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۲۴
Background image

د کندهار د کرنې ریاست د دوو ګنجونو له اجارې ۲.۷ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وایي، چې د کندهار د لوړ شاوليکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت