د سولې تامین په پار د کرنې او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونو ګډ ورکشاپ په لاره واچول شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۶:۲۱
د سولې تامین په پار د کرنې او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونو ګډ ورکشاپ په لاره واچول شوه

۶ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یو ګډ اقدام په ترڅ کې په هېواد کې د سولې تامین او په هکله یې د عامه پوهاوي په پار ورکشاپ په لاره واچول شوه.
په دې ورکشاپ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د برنامو د هغږۍ او پلان لوی رییس شکیب شریفي په خپلو خبرو کې وویل، چې رسنۍ دې طالبانو ته کرډیټ نه ورکوي هغه وویل: «دا غلطه خبره ده، چې طالبان وایي، چې ۷۵ سلنه خاوره یې تصاحب کړي دي، دا سمه نه ده. طالبان غواړي، چې له نظامي او د افغانانو په وژلو سره حکومت ته ورسېږي، دوی هیڅ نه دي بدل شوي او په دې هڅه کې دي، چې مېرمني په کور کینوي.»
ښاغلی شریفي ټینګار وکړ، چې طالبان بدل شوي نه دي او نه به بدل شي او دا ډله په دې هڅه کې ده، چې په هېواد کې د څلورو اوبیزو حوزو چارې ودروي.
دهغه په خبره، ددغو فعالیتونو په پایله کې به کرنې ته لویه ضربه ورسېږي.
د کرنې وزارت د برنامو د همغږۍ او پلان لوی رییس زیاته کړه، چې د سولې مذاکراتي ټیم څخه ددې وزارت غوښته دا ده، چې له شته فرصت څخه دې په اعظمي توګه ګټه پورته کړي، وژنه او وینه تویېدنه دې بند شي او په افغانستان کې دې سوله تامین شي.
دغه راز د سولې په چاره کې د دولت د وزارت ستر سلاکارې پرستو یاري په دې ورکشاپ کې وویل: «دولت او د طالبانو ډلې ته اوس د خبرو په میز کې ښه فرصت رامنځته شوې ده، له دې طلایي فرصت څخه باید ګټه پورته شي، او جګړې ته دې د پای ټکۍ کېښودل شي. جنګ او سوله د یوې سکې دوې مخې دي، کله چې جګړه ده نو سوله هم شتون لری.»
هغې زیاته کړه، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت دنده لري، چې د هېوادوالو د امنیت په ساتلو سره د دوی نظرونه په مستقیمه توګه په قطر کې د دولت مذاکراتي ټیم ته ورسوي.
آغلې یاري ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو په پار ټول سره یوه خوله دي او ټول هېوادوال د دوو لسیزو لاسته راوړنو په ساتنې سره تلپاتې سوله غواړي.
ددې برنامې په پای کې، د ښې حکومتوالۍ د مطالعاتو انسټیټوټ څخه ماسټر ټرینر استاد عبدالاناصر فولاد د پلپاتې سولې د اهمیت او په دې لړۍ کې د هېوادولو د ونډې په هکله پرزنټیشن وړاندې کړه.
دکرنې په وزارت کې د سولې تامین او په هکله یې د عامه پوهاوي ورکشاپ د کابل په پوهنتون کې د ولسمشر محمداشرف غني د وینا پر محوریت په لاره واچول شوه. ددې ورکشاپ موخه د سولې اړوندو چارو ښه پرمخ وړل او وزارت خونو او بنسټونو سره د همغږۍ ایجادول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۳
Background image

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالی کې د مچیو پالنې تجهیزاتو وېش

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت د چهاردرې ولسوالی پر یوشمېر مچیو پالونکو د مچیو پالنې اړین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال. . .

بازگشت