د زعفرانو د کروندو د پراختیا په پار هڅې: د بغلان یوشمېر ښځینه بزګران د زعفرانو د کرکېلي په برخه کې وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۱:۳۰
نماهایی از جریان چیدن گل زعفران در هرات


۱۴ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو د کروندو د پراختیا او ددې ارزښت لرونکي بوټې د کرکېلي د دودلو د هلو ځلو په دوام، داځل د بغلان د کرنې ریاست له خوا د مرکزي بغلان ولسوالی او د لوګریو په کلي کې ۳۰ زعفران کارو مېرمنو ته د زعفرانو د کرکېلي او حاصل ټولولو لارې چارې وښودل شوې.
د بغلان د کرنې ریاست وایي، چې بغلان دزعفرانو کرکېلي او تولید لپاره ښه مناسب اقلیم لري، او په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کمیت او کیفیت له پلوه ښه نتیجه ورکړې ده.د دوی په خبره که په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېلي ته پاملرنه ډېر شي، یاد ولایت به د زعفرانو د سترو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې راشي.
په دې وروستیو کلونو کې د بغلان په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده. د بغلان د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي، په همدې موخه د بغلان د کرنې ریاست له خوا په دې برخه کې ښځینه او نارینوو بزګرانو سره هر اړخیزې مرستې او د دوی لپاره روزنیزې برنامې په لاره اچول کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت