د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۲۰:۱
د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر


۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو، د سوداګرۍ خونې غړي او ځینو پانګوالو په ملتیا، نن د روسیې سنت‌پترزبورګ ښار ته د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شول.
په دغه رسمي سفر کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند، او یو شمېر نور افغان سوداګر او پانګوال، د افغانستان په استازیتوب په دې نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.
یاد کنفرانس چې د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د روسیې په سنت‌پترزبورګ ښار کې ترسره کېږي، د نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي ناستو څخه شمېرل کېږي، چې د ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو استازي پکې برخه لري.
د کنفرانس عمده موضوعات اقتصادي بحثونه، چاپېریال، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو تبادله ده. تمه ده چې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په دغه کنفرانس کې وینا وکړي او د افغانستان لیدلوري د کرنې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي.
د افغانستان فعاله ونډه په دې کنفرانس کې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوالو همکاریو د جذب لپاره، په ځانګړي ډول د کرنې، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په برخو کې، یو مهم ګام بلل کېږي.


سفر هیئت امارت اسلامی افغانستان برای اشتراک در کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه 
۲۶ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسوولان وزارت های اقتصاد، صنعت و تجارت، اتاق تجارت و شماری از تجار  امروز جهت اشتراک در کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه عازم شهر سنت‌پترزبورگ این کشور شد.
در این سفر رسمی، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، دکتور عبداللطیف نظری معین تخنیکی وزارت اقتصاد، محمد یونس مهمند معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، همراه با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران افغان، به نمایندگی از افغانستان در این کنفرانس بین‌المللی اشتراک می‌نمایند.
کنفرانس مذکور که از تاریخ ۱۸ الی ۲۱ جون در شهر سنت‌پترزبورگ برگزار می‌گردد، یکی از بزرگ‌ترین رویدادهای اقتصادی جهان به شمار می‌رود که نمایندگانی از بیش از ۱۴۰ کشور در آن حضور دارند.
محورهای اصلی این کنفرانس شامل مباحث اقتصادی، محیط زیست، زراعت، تجارت، صنعت، سرمایه‌گذاری و تبادل تجارب می‌باشد. قرار است در جریان این کنفرانس، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان سخنرانی نموده و دیدگاه‌های افغانستان را در حوزه زراعت و توسعه اقتصادی با اشتراک‌کنندگان بین‌المللی در میان بگذارد.
اشتراک فعال افغانستان در این نشست، گامی مهم در راستای تقویت روابط اقتصادی و جلب همکاری‌های بین‌المللی در عرصه‌های زراعت،  تجارت، صنعت و سرمایه‌گذاری به‌شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت