د روبو او مرباوو سترې فابريکې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۷:۴۸
د روبو او مرباوو سترې فابريکې جوړېږي

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري په مشرۍ د اسيايي پراختيايي بانک او د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټورې پروژې ‏(HVCDSP‏) چارواکو سره د مرباوو او رومي بانجانو د روبو  فابريکو جوړولو په پار دهمغږۍ غونډه په لاره واچول شوه.
ټاکل شوې، چې د پغمان د بهار سبز د رومي بانجانو د روبو د توليد فابريکه د څلور ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت، چې يو ميليون ډالريې دکرنې وزارت له لارې د اسيايي پراختيايي بانک له خوا ورکول کېږي او په ننګرهار کې د حضرت محمد کوچي د مرباوو د توليد فابريکه د ۲۱.۳ميليونه ډالرو په ارزښت د ياد بانک په ۵۰سلنې ملاتړ جوړ شي.
دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې د چارواکو د مالوماتو له مخې د پغمان د بهارسبز د روبو فابريکه به په هره ګړۍ کې څلور مټريک ټنه باکيفيته روب توليد کړي، چې رومي بانجان به يې د لوګر او ننګرهار له ولايتونو تامينېږي. دغه راز د حضرت محمد کوچي د مرباوو فابريکه به له ګازرې، انځر، الوبالو او مالټې څخه به په ساعت کې ۰.۵مټريک ټنه مربا توليد کړي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، په دې غونډه کې وويل، بايد وارزول شي چې افغانستان ته څومره مربا او د رومي بانجانو روب واردېږي تر څو پر اساس يې په دې برخه کې توليد مديريت شي، توليدات زيات شي او اړوندو اداراتو سره په همغږي پر يادو توکو لوړې تعرفې وضع شي.
ښاغلی غفوري دغه راز وويل، دکرنې متخصصين دې بايد د باکيفيته محصولاتو د توليد په پار ددغو فابريکو چارواکو ته تخنيکي سلا مشورې ورکړي تر څو دوی وکولای شي، چې ورته بهرنيو محصولاتو سره سيالي وکړي.
هغه دغه راز د يادو محصولاتو پر غوره ذايقې او بسته بندۍ هم ټينکار وکړ.
 بايد وويل شي، چې افغانستان د خپل اړتياوړ ډېر روب او مربا له بهرنيو هېوادونو له ډلې ايران او ترکيې څخه واردوي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت