د خوست ولایت باک ولسوالی کې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۱۷

۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د باک ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت تر څار لاندې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په همکارۍ، د باک ولسوالی اړوند پر یوشمېر بزګرانو د شنو خونو د جوړولو وسایل ووېشل.
په دې پروژه کې، هر بزګر ته د شنې خونې د جوړولو په موخه شپږ ډوله توکي وېشل شوې. دا مرسته د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، موسمي سبو د تولید پراختیا، او بزګرانو ته د پایدارو عوایدو برابرولو په موخه ترسره شوه.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هېواد د کرنیزې ودې په برخه کې د دا ډول پروژو تطبیق اړین بولي او ژمن دی، چې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو خدمتونو د پراخوالي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت